Liebe, Wissen, Menschen.

Bücher

زموږ د باچا خبرې

ګرانه لوستونکیه!
غفار خان یوه پېړۍ مخکې ژوند کاوه، خو د هغه افکار او کارونه  زموږ د ټولنې د نن او راتلونکي لپاره با ارزښته او حتی له پرون ورځې څخه لا مهم ښکاري.
غفار خان او ګاندي وکولای شول چې د تاوتریخوالي له مبارزې پرته د هند نیمه قاره ازاده کړي او همدارنګه یې د هندوانو او مسلمانانو په یوځاي کولو کې مهم رول درلود. د عبدالغفار خان کتابونه په دې وروستیو کلونو کې په انګلېسی، ترکي، عربي، الماني او ايتالوي ژبو چاپ شوي دي او په نړیوالو مطبوعاتو کې تل د نوموړي یاودونه کېږي.
پاپ فرانچسکوس د ۲۰۱۷ کال د سولې په پیغام کې داسې وویل:
«د عدم تشدد واقعي او قاطع کړنو لويې نتیجې منځته راوړې، د مهاتما ګاندي او غفار خان کاميابۍ نه هېرېدونکې دي».
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې زموږ د خلکو د بدبختۍ، فقر او په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د ورانۍ یو اساسي لامل تاوتریخوالی دی.
کېداي شي د غفارخان له نظریاتو او کړنو څخه د جنګ، خشونت او اوسنیو ستونزو په حلولو کې الهام واخلو او له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره سولې، سوکالۍ او د یو بل تر څنګ اوسېدو ته یو قدم نیږدې شو. همدا دلیل دی چې زه د غفار خان د کتابونو په خپرولو، ژباړه، چاپ او زیاتولو کې هڅه او کوښښ کوم.
په دې برخه کې د نوموړي اتوبیوګرافي «زما ژوند او مبارزه» په یو وخت کې په پښتو او دري ژبو د کابل پوهنتون د ملي تحقیقاتو او پالیسۍ مرکز او د جي ای زیډ د سولې لپاره د مدني خدمتونو په مالي ملاتړ په ۲۰۱۶ کال کې چاپ شو.
دغه کتاب (زموږ د باچا خبرې) چې اوس ستاسې په لاس کې دی، راټولونه یې له مختلفو داخلي او خارجي ژبو څخه ده چې جی ای زیډ د سولې لپاره د مدني خدمتونو موسسې لخوا چاپ شوی.
یو کال مخکښې همدا کتاب د یادې موسسې په مرسته په دری ژبه (سخنان ناب غفار خان) هم چاپ شوی دی.
د جی ای زیت د سولې لپاره د مدني خدمتونو موسسې مسوول او هڅاند ځوان ښاغلي عبیدالله تنها څخه مننه کوم چې د دې اثر په چاپ کې یې مرسته کړې ده.
همدارنګه په پای کې له خپلو همکارانو حکمت الله عزیز، فضل الرحیم بریال او خالد خپلواک څخه مننه کوم چې د دغه کتاب په ایډېټ کې یې همکاري کړې ده.
هيله لرم چې دغه د لویې محتوا درلودونکی کتاب ولولئ، ورڅخه زده کړه وکړئ او زموږ د خلکو او هېواد لپاره ترې مؤثره استفاده وکړئ.
یحیی وردک، کابل/ بون  ۲۰۱۹
Hier können Sie das Buch kaufen:
Unser online Buchshop
Amazon for English and German Version