Liebe, Wissen, Menschen.

Bücher

افغانستان پوهنتونونو ته درسي کتابونه چاپول

په بهر کې د لوړو زده کړو تر حصول، د مهاجرت ژوند او یو شمېر مرستندویو چارو  څخه وروسته، زه په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته راستون شوم. په ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې مې د پنځه عنوان درسي کتابونو په خپرولو سره په کار پيل وکړ. د دې کار د دوام لپاره مو د لوړو زده کړو په وزارت کې یو دفتر جوړ کړ. د پوهنتونونو لپاره د درسي کتابونو د تهیه کولو بهیر پراختيا ومونده چې اوس هم دوام لري. موږ له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پوهنتونونو د استادانو په همکارۍ ټولټال ۳۶۹ عنوان درسي کتابونه تر څلور سوه زره زیات ټوکه چاپ او خپاره کړل او د هېواد ټولو پوهنتونونو ته مو په وړیا توګه وېشلي دي. دغه کتابونه په طب، وترنري، فارمسي، روانشناسي، انجنیري، ساينس، اقتصاد، ژورنالیزم، عامه اداره او پالیسي، ژبو او ادبیاتو، اداره او تجارت، کرنه او داسې نورو څانګو پورې اړه لري.

له دې کار څخه زموږ موخه د افغانستان پوهنتونونو  ته د تدریسي کتابونو برابرول، د معیاري کتابونو بڼې ته د پخوانیو چپترونو اړول، د هېواد له محصلینو، استادانو او پوهنتونونو سره مرسته ده.
دغه کتاب چې همدا اوس ستاسو په لاس کې دی، د موضوع په اړوند یې ګڼ شمېر لاسوندونه په خپلو پاڼو کې را اخیستي دي، چې کېدای شي منځپانګه یې افغان محصلینو، استادانو، د لوړو زده کړو وزارت، پوهنتونونو، مرستندویانو او د افغانستان د تحصیلي چارو کارپوهانو ته د اهمیت وړ وي. په دې کتاب کې د هېواد د لوړو زده کړو د سیستم درسي اړتیاوې، ستونزې، چلنجونه، مشورې او هغه ته د لاسرسي لارې چارې په ګوته شوي دي.
په دې اثر کې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د هغو فعالیتونو جامع راپور وړاندې شوی، چې د افغانستان د پوهنتونونو د قدرمنو استادانو په ملتیا د لوړو زده کړو په وزارت کې د یحیی وردک دفتر په مسلسله توګه د هېواد پوهنتونونو ته د درسي کتابونو د برابرولو، چاپ او توزېع په برخه کې سر ته رسولي دي. همدارنګه په دې کتاب کې د درسي کتابونو د چاپ او توزېع په اړوند خپاره شوي راپورونه، مقالې، په ملي رسنیو کې غبرګونونه، داخلي او بهرني سفرونه، ویناوې، مرکې، لېستونه، جدولونه، تصویرونه، د چاپ شوو کتابونو نومونه، د کتابونو د وېش لړۍ، د غونډو راپورتاژونه، ستاینلیکونه او داسې نور شامل دي.
دغه کتاب پنځه برخې لري،  چې په لاندې ډول دي:
۱. په لومړۍ برخه کې یې زما نظرونه، وړانديزونه او مشورې دي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو دودیز سیستم، اړتیاوې، ستونزې او تدریسي چارې یې په موثر شکل تشرېح کړي دي.
۲. په دویمه برخه کې یې د تدریسي کتابونو د چاپ پروسه راغلې چې له ټولو جزئیاتو سره یو ځای تشرېح شوې ده.
۳. په دریمه برخه کې یې د تدریسي کتابونو د تهیه کولو، چاپ او توزېع د فعالیتونو په هکله زموږ د دفتر راپورونه دي چې هر فعالیت یې له ټولو جزئیاتو سره یو ځای تشریح کړی دی.
۴. په څلورمه برخه کې یې درسي کتابونه د رسنیو په هېنداره کې تشرېح شوي دي. په دې برخه کې یو شمېر هغه مقالې، لیکنې، راپورونه او مرکې له اړوندو لمن لیکونو سره یو ځای راغلې، چې په ملي او نړیوالو رسنیو کې یې انعکاس موندلی، چاپ شوې یا په آنلاین بڼه خپرې شوې دي.
۵. په پنځمه برخه کې یې د تدریسي کتابونو د چاپ او توزېع د پروسې په هکله یو شمېر پوسترونه، ستاینلیکونه، انځورونه، انډېکس او اخځلیکونه راغلي دي او دغه پروسه یې په تېرو ۱۴ کلونو کې ګام پر ګام مستنده کړې ده.
هیله مو دا ده چې د دې کتاب منځپانګه به لوستونکو او د افغانستان د تحصیلي چارو ملي او بهرنیو چارواکو ته نه یوازې په زړه پورې وي بلکې له دوی سره به د دې مهمې ملي پروسې په اړوند د مرستې او همکارۍ روحیه لا پیاوړې کړي.
دا کار کېدای شي لږ تر لږه څلور  ګټې ولري:
۱. تاسو ته به معلوم شي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ما په افغانستان کې څه کړي دي.
۲. د افغانستان د پوهنتونونو، د لوړو زده کړو وزارت او محصلينو د روان وضعیت د بیانولو تر څنګ به د دوی په وړاندې یو شمېر چلنجونه تاسو ته په نښه شي.
۳. همدارنګه له دې معلوماتو او مشورو څخه به د لوړو زده‌کړو مسوولین زموږ د راتلونکي نسل په روزلو کې ګټه واخلي.
۴.نور هغه کسان، بنسټونه او موسسې به تشویق شي، څو په کتابي بڼه خپل کارونه او پرمختګونه مستند کړي، چې د افغانستان لپاره یې سر ته رسولي دي.
غواړم چې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مسوولینو او مرسته کوونکو ټولنو څخه د زړه له کومي مننه وکړم، چې په دې روښانه مزل کې یې زموږ لاسنیوی کړی، خپله همکاري او مرسته یې راڅخه سپمولې نه ده.
په درنښت
یحیی وردک
بن، آلمان، ۲۰۲۳  کال
د دغه کتاب د اخیستلو لپاره په لاندې لینکونو باندې ک
زموږ آنلاین کتاب پلورنځی
آمازون-انګلیسی ویرژن
د دغه کتاب د ډانلوډ لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړی