Liebe, Wissen, Menschen.

Bücher

د کتاب خپرولو لنډ لارښود

د درسي کتابونو کمښت او نشتوالی د افغانستان په پوهنتونونو کې د عمده ستونزو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې محصلین او استادان له ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي. دوی زیاتره نویو معلوماتو ته لاسرسی نه لري او له پخوانیو کتابونو او چپتر نوټونو څخه ګټه اخلي، چې په بازار کې په ټیټ کیفیت چاپ او وړاندې کېږي.
له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ زیږدیز کال پورې د افغانیک له لوري ۳۶۹ عنوان درسي کتابونه چې زياتره په طب او د علومو په نورو څانګو لکه وترینري، فارمسي، روانشناسي، انجنیري، ساينس، اقتصاد، ژورنالېزم او کرهڼه پورې اړه لري، چاپ شوي دي. دغه کتابونه د افغان استادانو لخوا لیکل شوي او ژباړل شوي دي چې افغانیک یې د چاپولو او علمي مرکزونو ته د توزېع او رسولو ویاړ لري. د خوشحالۍ ځای دی چې دا کتابونه له چاپ څخه وروسته د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په وړيا توګه وېشل شوي دي.
ګرانو لیکوالانو! موږ ستاسو لپاره په دغې ټولګه کې د کتابونو د لیکلو او چاپولو لپاره اړین معلومات راټول کړي دي، تر څو د کتابونو د چاپ او خپرلو له پروسې څخه خبر او په دې برخه لا زیات کار او زیار ته وهڅول شئ. مخکې له دې چې موږ ته کتاب راولېږئ، د پام وړ تکي ولولئ او درخواستي فورمه ډکه کړئ.
هیله‌من یو چې تاسو  به د  افغان محصلینو لپاره په خپل مسلک کې کتابونه ولیکئ او بیا يې زموږ له لارې خپاره کړئ.
که کومه پوښتنه مو لرله، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.
دفتر 0780232310، 0706320844
ایمېل info@ecampus-afghanistan.org
يحيی وردک
د لوړو زده‌کړو وزارت ، کارته ۴، کابل، ۲۰۲۲
د دغه کتاب د انګلیسی ویرژن د اخیستلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړی:
Amazon

د دغه کتاب د ډاونلوډولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!