Liebe, Wissen, Menschen.

Presse

د ډاکتر یحیی وردګ مرکه له دوچویله آلمان غږ راډیو سره

خبریاله: درنو لیدونکو! سلام او وخت مو په خیر. د دوچویله پښتو فېسبوک پاڼې لیدونکو تاسو هم سلام، لطفا زموږ ملتیا وکړئ. نن د ۲۰۲۳ کال د جون ۲۰مه نېټه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د نړیوال بانک د یو تازه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې نفوس په سرعت سره د زوړوالي یا بوډاتوب په طرف روان دی.
ډېری هېوادونه د دې لپاره چې خپلې اوږد مهالې ودې او لازم کاري ظرفیت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، تر ډېره حده په ورغلیو کډوالو تکیه کوي. له بلې خوا د ژغورنې نړیوالې کمېټې په برلین کې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي، چې جبري کډوالي په نړۍ کې ډېره شوې او ۴مه یا ۵مه برخه یې په ۲۰ هېوادونو کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې لسیزو جګړو زیات شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړي او په هغو هېوادونو کې ځانونه خوندي احساسوي چې هستوګنه یې پکې غوره کړې ده. باید وویل شي چې د پخوا په پرتله په دوه وروستیو کلونو کې دغه شمېر بېخې لوړ شوی دی او لکهاوو کډوالو ته رسېدلی دی.
دا چې د کډوالۍ اصلي لاملونه څه دي؟ او ولې مهاجرین آن مرګونې لارې انتخابوي او همدا ډول دا خبره لا سمه جوته نه ده چې آیا دغه کډوال  په ۳یمو هېوادونو کې خپلو ارمانونو ته رسېدلي او که نه؟ په دې مسئله د خپلو مېلمنو سره بحث کوو.


زموږ د بحث مېلمانه په بُن یې د افغانستان د معلوماتي مرکز (افغانیک) مشر ډاکتر یحیی او همداسې افغان ځوان عرفان الله صافي دی چې تازه آلمان ته کډوال شوی دی. دواړو مېلمنو ته ښه راغلاست وایم. ښاغلی صافي پیل له تاسو څخه کوم. تاسې ولې پرېکړه وکړه، چې له افغانستان څخه ووزئ او آلمان ته کډوال شئ؟
عرفان الله صافي: اول تاسو ته سلام کوم، بیا اورېدونکو ته سلام کوم، دا برنامه چې څوک اوري ټولو ته سلامونه کوم. خدای دې وکړي چې جوړ اوسي. زه چې د افغانستان څخه کډوالۍ ته اړ شوم، د ستونزو پر بنسټ وو، ځکه چې په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي او په دې برخه کې یوازې دومره ویلی شم چې زما په شمول هر سړی خپلې ځانګړې ستونزې لري. څوک امنیتي مشکلات لري، څوک اقتصادي مشکلات لري، نو ډېری ځوانان که موږ وګورو د ترکیې او بېلاروس له لارو څخه ځانونه دریم هېواد ته رسوي. زما خپله شخصاً مشکلات په اقتصادي برخه کې وو، هغه دا چې زموږ اقتصادي حالت ښه نه وو، نو په همدې خاطر موږ د کډوالۍ لاره انتخاب کړه او ځان مو تر دغه ځای (آلمان) پورې راورساوه.
خبریاله: ډاکتر صاحب یحیی وردک تاسو ته راګرځو! تر ډېره کوم کسان چې غواړي دریم هېواد ته راشي یا د جګړې له امله راتښتېدلي او یا یې هم بېوزلي دلته راولي کوم انځور چې دوی له اروپا څخه او یا هم له نورو هېوادونو څخه له ځان سره لري آیا دوی هماغه آرمانونو ته رسېږي؟
ډاکتر یحیی وردک: هو! ځینې یې رسېږي، خو زیاتره یې ډېر مایوس کېږي، ځکه چې هغوی ته یې په کوربه هېوادونو کې په لومړیو ورځو کې هغه ښه راغلاست نه ویل کېږي، چې دوی یې تمه لري. نو دغه مایوس کوونکی حالت دی، خو په اروپا کې یا نورو هېوادونو کې ژوند قدم په قدم په هڅو او د وخت په تېرېدلو سره ښه کېږي سره له دې چې د کډوالو لپاره لومړۍ هفتې، میاشتې، حتی کلونه ډېر سخت وي.
خبریاله: همداسې چې ما له ډاکتر صاحب څخه پوښتنه وکړه، کله چې ډېری کډوال د دې پرېکړه کوي چې د خپلو هېوادونو څخه ووزي نو دریم هېواد ته یو انځور له ځان سره لري، یوه تمه له هغه ځای څخه لري، آیا تاسو دغه تمې ته رسېدلي یاست؟ تاسو چې کوم انځور درلود آیا همداسې ده؟
عرفان الله صافي: په لومړیو ورځو کې چې کډوال هر هېواد ته لاړ شې، په قاچاقي لارو ځي، زیات مشکلات لري، کال دوه کاله له دغه ډول ستونزو سره مخ وي، ځکه هلته هغوی قبولي نه لري، چې کار وکړي یا درس ووایي. په عمومي توګه افغان کډوال په لومړیو کلونو کې له زیات شمېر ستونزو سره مخ وي. د دوی ژبه نه وي زده، کار نه شي کولای، نو ورو ورو دا خلک چې اروپا ته راځي، ډایرېکټ کارکوي او داسې وایي: «دا مشکلات چې وي په لومړیو کې ډېر سخت وي.»
خبریاله: تاسو د لارو خبرې وکړې، د قاچاقي لارو خبرې څخه راته ووایاست، تاسو څه ډول راغلي یاست؟ مخکې مو له تاسو سره یو مجلس درلود. تاسو وویل «چې ډېرې سختۍ مو لیدلې دي، له څه ډول کړاوونو سره مخ شوي یاست» که دغه کیسه راته وکړئ؟
عرفان الله صافي: بلکل قاچاقي لارې خو ټولې سختې وې مطلب ډېرې دردوونکې وي. په ډېرو پېښو کې انسان راګیر کېږي. حتی مرګونه، زخمونه هرڅه پکې راځي، نو زه چې کله را روان شوم، د بېلاروس د لارې راغلم، ما غوښتل دې خوا ته راواوړم، آلمان ته خو هغه مهال ډېر یخ وو، زه له ډېرو لویو مشکلاتو سره مخ شوم.
خبریاله: مثلاً؟
عرفان الله صافي: مثلاً زما بیک چې له ماسره وو ما د ځان لپاره خواړه، کالي او نور شیان پکې ځای په ځای کړي وو، ناڅاپه له ما څخه په یو ځنګل کې ولوېد. هلته پر ما دوه درې شپې راغلې، موږ خواړه نه درلودل، اوبه مو نه درلودې، مطلب ډېر سخت وو. په هماغه حالاتو کې به هلته دوه ورځې یا درې ورځې پراته وو. بیا هلته پر موږ پسې موټر راغلل او موږ یې آلمان ته راوستو.
خبریاله: په همدې ځای کې دې احساس راته ووایه چې هلته مو څه احساس درلود؟ په ځنګل کې پاتې کېدل پرته له خوړو او پرته له هر څه انسان ناامیده کوي، تاسو په هماغه لحظه څه احساس درلود؟
عرفان الله صافي: والله انسان ډېر زیات نا اُمیده کېږي، په هغه وخت کې ما داسې احساس وکړ، چې زموږ هېواد جوړ وای؛ اقتصادي مشکلات نه وای؛ امنیتي مشکلات نه وای؛ نو موږ به په دغه لارو څه کول چې نورو هېوادونو ته کډوال شو؟ مطلب چې خپل هېواد مو جوړ وای؛ هملته به مو درسونه ویلي وای؛ هملته به مو کار کولی، نو هغه ځای کې ما په دې ډول احساس کاوه.
خبریاله: ډاکتر صاحب بېرته تاسو ته راګرځو. سربېره پر دې چې په اروپایي یا نورو هېوادونو کې اوسنی نفوس د زړېدو په حال کې دی، د زړو خلکو شمېر مخ په ډېرېدو په حال کې چې دوی خپله هم وایي چې دوی د ځوان نسل ځواک ته اړتیا لري، دوی ولې د کډوالۍ شرایط نور هم سختوي او ولې دغه لارې نه آسانوي او ولې په دې برخه کې آسانتیاوې نه رامنځته کوي؟
ډاکتر یحیی وردک: اروپایي هېوادونو خو دا لارې او شرایط ډېر آسانه کړي دي، خو دوی داسې تکړه، باسواده او د کار لپاره کډوال غواړي، چې هم انجنیر وي؛ هم ډاکتر وي او هم مثلاً نرس وي او راساً یا له محدود وخت څخه وروسته دوی کار ته ولېږي، ځکه چې په زیاترو کاري مارکېټونو کې په آلمان کې او حتی نورو اروپایي هېوادونو کې هلته بشري ځواک ته ضرورت دی لکه تاسو چې وویل چې نفوس ډېر زړېږي او د دوی ماشومان کم دي او نفوس یې کال پر کال کمېږي. داسې نه ده لکه په افغانستان کې چې هره مېرمن چې ۶، ۷ اولادونه لري بلکي دلته زیاتره فامیلونه یوازې یو اولاد لري.
زیاتره یې اولادونه هم نه لري، نو د دغه په خاطر چې دوی خپل اقتصاد پیاوړی وساتي، دوی بشري ځواک ته ضرورت لري، د دې په خاطر دوی مهاجرو ته ښه راغلاست وایي، خو دوی هغو مهاجرو ته ښه راغلاست وایي چې د دوی په اقتصاد پېټی نه شي بلکې دلته په کاري مارکېټ کې ژر کار وکړي.
خبریاله: صافي صاحب راګرځو یو بلې پوښتنې ته، وروسته له هغه چې تاسو آلمان ته راورسېدی څه پلان لرئ او آیا تر یو حده پلان مو خپل پلان پلی کړی دی ځکه تاسو وویل چې اقتصادي ستونزو اړ کړی چې آلمان ته کډوال شی؟
عرفان الله صافي: تر اوسه په آلمان کې زما دومره وخت نه کېږي، تقریباً ۸ میاشتې مې کېږي چې آلمان ته را کډه شوی یم، نو لومړیو کې زه غواړم چې ژبه زده کړم، ځکه چې ژبه مو زده نه وي، نو هېڅ مخ ته نه شې تلای، کار نه شي کولای.
 دلته که یو ځای ته ورځې، یو رستورانت ته ورځې مطلب ما ته کار راکړه هغه اول له تا څخه همدا پوښتنه کوي، چې ژبه دې زده ده که نه؟ نو فعلا زه د ژبې کورس وایم، له  هغه څخه وروسته خپل کار ته ادامه ورکوم او له هغه څخه وروسته به له خپلې کورنۍ او خپلو وطنوالو سره مرسته کوم.
خبریاله: مننه.
ډاکتر صاحب د دوی د همدغې ځواب په تړاو غواړم له تاسو څخه پوښتنه وکړم، په بُن کې تر ډېره له همدغو کډوالو سره ستاسو کار دی او د دوی لپاره تاسو د ژبې د زده کړې کورسونه لرئ او د دوی لپاره تاسو ځینې آسانتیاوې رامنځته کړې دي. په همدې تړاو راته ووایاست که صافي صاحب تاسو ته مراجعه وکړي، نو تاسو کومه مرسته ورسره کولای شی؟
ډاکتر یحیی وردک: صافي صاحب ته خو څو دقیقې مخکې ما هماغه د افغان مهاجرو لپاره یو کتاب ورکړ، چې آلماني د افغانانو لپاره ده. زه ډېر خوشحاله شوم، چې نوموړی د آلماني او داسې نورو ژبو زده کولو ارزښت ته متوجه شوی دی او واقعاً ژبه داسې کلۍ ده، چې زښته زیاتې دروازې موږ ته یا نورو کډوالو ته خلاصولی شي، له دغې کلۍ پرته به ډېری دروازې بندې وي، هم په شخصي ژوند کې او هم د کار او درس لپاره. بله دا چې یو بل ورور هم وو چې موږ دري کتاب ورته ورکړی او موږ  د دري ژبو کډوالو لپاره هم جوړ کړی دی (آلماني برای افغانها) نومېږي. د دې تر څنګ موږ د آلماني ژبو کورسونه لرو او مشورې ورکوو؛ چې دوی څه رقم خپل تحصیلي اسناد بررسي کړي او که پناهندګي ورکوي د کومو لارو  څخه یې ورکول شوني دي. په دې برخه کې مختلفې مشورې لرو او د دغو کارونو تر څنګ موږ د افغان کډوالو لپاره خصوصاً هغه چې ډېر وخت یې دلته تېر شوی دی او بچیان یې دلته زیږېدلي دي. موږ د دوی د اولادونو لپاره د پښتو او دري  ژبو کورسونه لرو، ځکه چې موږ باید خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبې هم له یاده ونه باسو. پر دې سربېره په افغانستان کې هم څه پروژې لرو.
خبریاله: یوه لنډه پوښتنه دا ده، چې که تاسو په آلمان کې د کډوالو د وضعیت په تړاو باندې یو څه ووایاست؟ موږ ته ځینې وخت راپورونه راځي چې دوی دلته هم ځینې قبولیانې په ډېر وخت کې ترلاسه کوي؟ قبولي ژر نه اخلي؟ یا د ژبو کورسونه ته ژر نه شامل کېږي؟ یو ډول لالهانده اوسي، د دې سره سره چې آلمان کډوالو او کاري ځواک ته اړتیا لري ولې دوی کډوالو ته د قبولۍ په برخه کې آسانتیاوې نه رامنځته  کوي؟ تاسې په دې اړه څه ویل لرئ؟
ډاکتر یحیی وردک: زه خپله ۳۰ کاله کېږي چې په آلمان کې اوسېږم او زه چې تېر وخت له اوسني وخت سره مقایسه کوم، فعلي حالت او د ۳۰ کاله مخکې، فوق العاده تغییر کړی او له هغه وخت څخه اوسنی حالت ښه شوی دی.
خبریاله: یعنې پخواني شرایط تر دې هم بدتر وو؟
ډاکتر یحیی وردک: سل په سلو کې یې تغییر کړی دی. زه ۱۰ کاله یوازې د دې لپاره منتظر شوم چې ما ته یې دایمي ویزه راکړه. ما په اروپا کې تحصیل کړی وو، د طب ډاکتر وم، ما ته هغه وخت د نرس په حیث هم دوی د کار اجازه نه راکوله، هغه مهال یو شرکت هم حاضر نه وو، چې ما منحیث نرس ونیسي، خو اوس په ډېرو برخو کې پرمختګ شوی دی، ښه والی راغلی دی. د دې ټولو سره سره بیا هم ستونزې شته دي.
د آلمان دولت د خوا څخه هم ستونزې شته دي چې هغه یې باید حل کړي او د مهاجرو د خوا څخه هم مشکلات شته چې باید حل یې کړي.  افغاني مهاجرین هم خپلې ستونزې لري، مثلاً ډېری یې سواد نه لري، یو څوک چې سواد ونه لري، پښتو او پاړسي یې نه وي زده، الفبې یې نه وي زده، هغه آلماني په ډېره سختۍ سره زده کولای شي یا یو مسلک نه لري او متاسفانه زه باید ووایم چې ځینې افغان مهاجر پخپله نه غواړي چې ژبه زده کړي.
اوس موږ په دفتر کې د آلماني ژبې کورس لرو، وړیا دی د هرې اونۍ د چارشنبې په ورځ دی، خو ډېر کم افغان مهاجرین راځي یعنې مختلف فکتورونه دي چې ولې دوی ژوند ښه نه دی؟
خبریاله: مننه.
خبریاله: صافی صاحب یو بله پوښتنه دا ده، چې کومه پرېکړه چې تاسو وکړه چې بهر ته راشئ اوس پخپله راضي یاست؟
عرفان الله صافي: والله وطن خو بس ډېر خوږ دی، وطن چې څوک پرېږدي حتماً یوه مجبوري لري، نو دلته ژوند دومره ښه نه دی لکه موږ یې چې په هکله فکر کاوه. دلته ژوند آرامه دی خو مطلب سړی په خپل وطن پسې خپه وي. لکه څنګه چې ډاکتر صاحب خبره وکړه، موږ به کوښښ وکړو چې ژبه زده کړو. که ژبه زموږ زده نه وي، موږ مخکې نه شو تللی، نو موږ به ژبه زده کوو او په یاد کورس کې به موږ نوم لیکنه کوو، څو موږ ترې ښه ګټه واخلو.
خبریاله: صافی صاحب یو بله پوښتنه دا ده، چې ستا په څېر ډېری ځوانان له افغانستان څخه په مرګونو لارو راوزي، تاسو هغوی ته څه ویل غواړی؟
عرفان الله صافي: هغوی ته زه دا ویل غواړم چې که چېرې د دوی ژوند په افغانستان کې جوړ وي او کوم مشکل ونه لري، نو ښه نه کوي چې په دغو خطرناکو لارو راځي، د هغوی څخه زما دا هیله ده، چې خپل وطن کې دې کار وکړي او هلته دې ژوند ځانته جوړ کړي.
خبریاله: ډېره مننه.
ډاکتر صاحب له تاسو څخه د وروستۍ پوښتنې په توګه غواړم دا سوال وکړم، چې له افغانستان څخه په وروستیو دوو کلونو کې سوونه زره کډوال راوتلي دي او چې نورو هېوادونو ته لاړ شي په ځانګړې توګه ځوانان. حکومت ته څه کول په کار دي، چې د دغه ځوانانو له کډوالۍ څخه مخنیوی وکړي او د دوی لپاره یوه لاره پیدا کړي، چې دوی په  خپل هېواد کې پاتې شي.
ډاکتر یحیی وردک: افغان حکومت ښیئ؟
خبریاله: هو!
ډاکتر یحیی وردک: دا خو ډېر ښه کار دی چې د دې ستونزو یادآوري وشوه چې ولې خلک کډوال کېږي؟ په دې مسئله باید نور هم کار وشي او ستونزو ته اساسي حل لارې و موندل شي. لکه اوله درجه اقتصادي ستونزې دي، بېوزلي ده، په دې باندې ډېر کار کول په کار دی. داسې ښکاري چې د دې مهاجرینو زیات شمېر کسان د بېوزله هېوادونو څخه راکډه کېږي، که هر ډول شرایط یا رژیم ولري.هو! رژیم، د یو هېواد سیاست، داخلي وضعیت او داسې نور  یو فکتور دی، خو د دې ترڅنګ نور فکتورونه هم شته دي، چې ډېر مهم یې اوله درجه بېوزلي ده، چې خلک په خپل ملک کې، په خپل کلي کې په خپل ځای کې، د ځان او کورنۍ لپاره داسې فکر کوي چې هلته ژوند نه شي کولی، دغه حالت ته  پیراسپیکتیف وایي او هغوی یې نه لري.
 بل علت یې مثلاً  د ژوند چاپېریال دی یا کلایمه ده، چې په افغانستان کې سېلابونه دي، وچکالي ده، هلته د ژوند چاپېریال دومره خراب دی، چې ژوند نشي کولی. اوس تاسو ګورئ د ځینو ولایتونو څخه هم خلک ښارونو ته کډه کېږي.
بېکاري ده چې باید ځوانانو ته هلته کاري امکانات پیدا کړي او بل علت یې دا دی، چې په افغانستان کې د وګړو نفوس ډېر په چټکۍ سره زیاتېږي، د دوی لپاره نه ښوونځی شته، نه پوهنتون شته دی. اصلي خبره دا ده هر څومره چې نفوس زیات شي، د نفوس په انډول باید مکتوبونه، پوهنتونونه او روغتونونه هم باید زیات شي، کاري امکانات باید زیات شي چې دا په افغانستان کې متاسفانه شونی نه دی. د دې تر څنګ سیاسي مشکلات که وجود ولري هغه هم باید حل شي.
خبریاله: ډاکتر صاحب له تاسو څخه هم ډېره مننه.
خبریاله: درنو لیدونکو له دواړو مېلمنو څخه دېره مننه کوم بیا هم موږ نن د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په تړاو بحث درلود، دا چې په نړۍ کې د کډوالۍ وخت څه ډول دی او په آلمان کې څه ډول دی؟ یا مهاجر غواړي په یو هېواد کې ښه مدغم شي، هغه ته کومې لارې چارې په کار دي څو یې ترسره کړي؟ دا چې تر دې وخته مو زموږ ملتیا وکړه له تاسو هم ډېره زیاته مننه کوم. زموږ دا خپرونه او نورې خپرونې د دوچویله فیسبوک پاڼې، یوټیوب او انستاګرام کې درسره لیدلی او کتلی شئ، خوښولی یې شئ او زموږ ملتیا تل ولرئ، تر بیا ښه وخت.
لینک: https://www.facebook.com/dw.pashto/videos/721294119752645