افغانان په اروپايي اتحاديه کی د کډوالو یو لوی ګروپ څخه دي. له دی کبله په اروپايي هېوادونو کی د افغانانو مدغمیدل ډیر مهم دي.
د اروپايی اتحاديي د ایراسموس پلوس د دې هدف دا دی، چي څنګه په اروپايي هیوادونو کی د افغاني مهاجر میرمنو ظرفیتونه په لویه سویه لوړ شی. تر څو دوی وشی کولای، د خپلو میشت هیوادونو ټولنو کی ښه کارونه او موقفونه ترلاسه کړي.
د پروژی په پیل کی په هر ګډون کوونکی هیواد کی (آلمان، پولند، ترکیه او ايتالیا) یو یو د پیږندلو میتینګونه او د پروژی په جریان کی ۴ ورکشاپونه په بیلابیلو هیوادونو کی تر سره کیږی. د دغو ورکشاپونو اصلی هدف ګډون کونکیو د ښو عملي کارونو تبادله ده. تر څو په اروپايي هيوادونو کی افغان ښځينه مهاجرې په چټکی سره ښه کارونه پیدا کړي. همدا په بیلابیلو اروپايي ټولنو کی د افغاني میرمنو د انتګریشن لپاره د پروګرامونو او میتودونو په هکله بحثونه او تبادله وشی، تر څو د دغی پروژې نتایج په نورو اروپايي هيوادونو کی خپاره او د افغانی میرمنو په ګټه عملی شي.
لومړی ورکشاپ د پولند په شتیتین ښار کی د ۱۴. جنوری ۲۰۱۹ نه تر ۲۰. جنوری ۲۰۱۹ کی دوام وموند.
په دغه لڼد مهاله ترینینګ ورکشاپ کی د دغو هیوادونو څخه ګډون کوونکي راغلي وو:
۱. پولند
۲. آلمان
۳. ترکیه
۴. ايتالیا
په دغه اولنی ليدنه کی د هر یو مملکت ټولنی په خپلو هیوادونو کی د افغان مهاجرو میرمنو په هکله نورو ګډون کوونکو ته معلومات وړاندی کړل. د هر پريزينتشن وروسته ټولو برخه والو په ژوندي بحثونو کی ګډون کوو. په پای کی مو د خپلو زدکړو او نتیجو خلص په یوه مشترکه پاڼه کی ولیکل.
دوهم ورکشاپ د ترکیی په انتالیا او دریم ورکشاب د پولند په زهکوپنه کې (۱۶. تر ۲۲. جون ۲۰۱۹) جوړ شوي وو.
ډاکتر یحیی وردک، پولند ـ زهکوپنه ۱۹. جون ۲۰۱۹